د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر د پخواني وزيراعلی نواب ثناﺀ الله زهري د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

کوئټه ۔27جنوری(اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر سردار بابر موسی خېل د پخواني وزير اعلی نواب ثناﺀ الله زهري او د صوبائي اسمبلۍ غړي مير نعمت الله زهري د مور په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ تېره ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي