چا ته به هم د هېواد امن او امان خرابولو اجازه ورنه كړو. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد پېښور كښې غونډې ته وېنا

پېښور 27 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېيخ رشيد احمد وئيلي د كوم دښمن ته به د هېواد د امن او امان خرابولو اجازه ورنه كړو، خېبر پښتونخوا ته به ټولې ضروري وسيلې وركولې شي. ده دا خبرې د پېښور دورې په مهال وزيراعلٰي محمود خان سره په ګډه د امن او امان په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري ډاكټر كاظم نياز، د خېبر پښتونخوا د پوليس آئي جي ډاكټر ثناالله عباسي او د نورو قانون نافذ كوونكو ادارو چارواكو ګډون وكړو او د كورنيو چارو وفاقي وزير ته ئې په صوبه كښې د امن او امان صورتحال په اړه بريفنګ وركړو. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيذ احمد د امن او امان په اړه د صوبې د انتظاميې او د قانون نافذ كوونكو ادارو د كاركردګۍ ستائنه وكړه او وې وئيل صوبې د امن او امان په صورتحال كښې د فرنټ لائن كردار ترسره كړے. امن او امان ترلاسه كولو لپاره مونږ لوئې قربانې وركړي. كوم دښمن ته به د هېواد د امن او امان خرابولو اجازه ورنه كړو. په غونډه كښې په خېبر پښتونخوا او قبائيلي ضلعو كښې د امن او امان د مجموعي صورتحال جاج واخستلے شو. په غونډه كښې د ضم شوو ضلعو پشمول په صوبه كښې د عام امن په تازه صورتحال بريفنګ وركړے شو. ګډون كوونكو د امن او امان په مجموعي صورتحال د اطمينان څرګندونه وكړه. په دې موقع امن او امان ساتلو او لا بهترې لپاره په بېلا بېلو تجويزونو هم غور وكړے شو