په پوله د ازغن تار لګولو مسئلې حل كولو لپاره افغان دولت سره دوه اړخيزه چارې په ښه ډول ترسره كولو له ګامونه پورته كوو، د كورنيو چارو صوبائی وزیر

كوئټه 26 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو صوبائی وزیر میر ضیاءالله لانګو په مشرۍ كښې په پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو په اړه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو ایډیشنل چیف سیكرټری حافظ عبدالباسط،آئی جی پولیس محمد طاهر رائے ،ډی آئی جی پولیس محمداظهر اكرام،كمانډنټ ایف سی چمن سكائوټس كرنل محمد راشد ،ډی جی لیویز بلوچستان مجیب الرحمن قمبرانی او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال ایډیشنل چیف سیكرټری او كمانډنټ ایف سی چمن سكاؤټس چارواكو له برفنګ وركړو۔ صوبه كښې د امن وضعه قابو كښې ساتلو او د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره د وفاقی حكومت د اړخه په پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو كار روان دے۔د كورنيو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو ووئيل په پوله ازغن تار لګولو مسئلې حل كولو لپاره د قبائلي مشرانو د خوښې تر مخه افغان دولت سره دوه اړخيزه چارې په ښه ډول ترسره كولو له ګامونه پورته كوو