د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كراچي كنګ ته د پي سي اېل فائنل په ګټلو مباركي

اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كراچي كنګ ته د پي سي اېل فائنل په ګټلو مباركي وركړې ده۔ د شورؤ په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې هغه ووئيل د پي اېس اېل فائيو كاميابۍ سره كېدو له د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن او انتظاميې هڅې د ستائنې وړ دي۔ د نړيوالو كركټ لوبغاړو پي اېس اېل كښې په ګډون ټول قام د هغوي مننه كوي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د نړيوال كركټ بحالي خوشبينه ده۔ هغه ووئيل پاكستان كښې نړيوال كركټ بحالېدو كښې د صوبائي حكومتونو او قانون نافذ كوؤنكو بنيادي كردار پاتې شوې دې۔ هغه هيله ولرله چې هغه وخت لرې نه دې چې پاكستان كښې د كركټ سرګرمۍ به په پشپره ډول بحال شي او نړيوال كركټ لوبډلې به د پاكستان دوره وكړي