تهران 04 نومبر (اے پي پي) د اېران ستر مذهبي لارښود آيت الله علي خامنه اي وئيلي دي د امريكې د ټاكنو نتيجې چې هر څنګه وي، په دې لړ كښې به د اېران پاليسي بدله نه شي. ده دا خبرې په تهران كښې په كال 1979م كښې د امريكې په سفارت د زده كوونكو د قبضې په ياد كښې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. دا وېنا د …
د امريكې د ټاكنو نتيجې چې هر څنګه وي، په دې لړ كښې به د اېران پاليسي بدله نه شي. خامنه اي

مزید خبریں
تهران 04 نومبر (اے پي پي) د اېران ستر مذهبي لارښود آيت الله علي خامنه اي وئيلي دي د امريكې د ټاكنو نتيجې چې هر څنګه وي، په دې لړ كښې به د اېران پاليسي بدله نه شي. ده دا خبرې په تهران كښې په كال 1979م كښې د امريكې په سفارت د زده كوونكو د قبضې په ياد كښې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. دا وېنا د اېران په سركاري ټيلي ويژن خپره شوې. د اېران ستر مذهبي لارښود علي خامنه اي ووئيل اېران به كله هم د امريكې تر فشار لاندې نه راځي. د امريكې په سفارت د اېراني زده كوونكو د قبضې په ياد كښې هر كال په اېران كښې په لويه پېمانه لاريونونه كېږي خو سږ كال د كورونا وائرس د وبا له امله دا لاريونونه او غونډې منسوخ كړې شوي










