ډونلډ ټرمپ سپينې ماڼۍ نه د كرونا ټاسك فورس ممبر ډاکټر اېنھوني فاوچي د لرې كولو عنديه وركړه

واشنګټن 02 نومبر (اے پي پي) امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سپينې ماڼۍ نه د كرونا ټاسك فورس ممبر ډاکټر اېنھوني فاوچي د صدارتي ټاكنو نه پس د لرې كولو عنديه وركړې۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د نېشنل انسټي ټيوټ آف الرجي اېنډ انفېکشس ډيزيز مشرې ډاکټر انتھوني فاٶچي د جمعې په ورځ واشنګټن پوسټ سره په مركه كښې وئيلي دي امريكا كښې د كرونا وائرس خپرېدو …

واشنګټن 02 نومبر (اے پي پي) امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سپينې ماڼۍ نه د كرونا ټاسك فورس ممبر ډاکټر اېنھوني فاوچي د صدارتي ټاكنو نه پس د لرې كولو عنديه وركړې۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د نېشنل انسټي ټيوټ آف الرجي اېنډ انفېکشس ډيزيز مشرې ډاکټر انتھوني فاٶچي د جمعې په ورځ واشنګټن پوسټ سره په مركه كښې وئيلي دي امريكا كښې د كرونا وائرس خپرېدو صورتحال زيات سنګين دے ځكه چې د دې نه بچ كېدو لپاره د اېس او پيز نه نافذ كولو په سوب په ژمي او مني كښې صورتحال زيات سنګين كېدے شي۔ په دې د ټرمپ د فلورېډا ايالت په ميامي ښار كښې په اوپا لوکا ايئرپورټ تېره شپه د انتخابي لاريون په مهال د كرونا مخنيوي لپاره د اقداماتو دفاع كولو سره وئيلي وٶ د فاٶچي د لرې كولو خبرې تر غوږو كېږي خو اوس لا په دې لړ كښې څه نه شم وئيلے او زه د ټاكنو د ترسره كېدو په طمعه يم او كېدې شي چې د دې نه پس د ھغه په معطل كولو غور وكړے شم

مزید خبریں