عليم ډار تر ټولو زيات يو ورځني مېچونه سپروائز كوؤنكے امپائر جوړ شو

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) پاكستانې امپائر عليم ډار تر ټولو زيات يو ورځني مېچونه سپروائز كوؤنكے امپائر جوړ شو۔ علیم ډار د پاکستان او زمبابوے ترمينځھ د اتوار په ورځ راولپنډی کرکټ اسټېډیم كښې د روان سيريز دويم مېچ كښی د فيلډ امپائر په حېث خپل خذمات ترسره كړل۔ د اتوار په ورځ شوے دا مېچ د عليم ډار 210مه مېچ وو۔ په دې هغه د سوئيلي افريقې امپائر روډی …

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) پاكستانې امپائر عليم ډار تر ټولو زيات يو ورځني مېچونه سپروائز كوؤنكے امپائر جوړ شو۔ علیم ډار د پاکستان او زمبابوے ترمينځھ د اتوار په ورځ راولپنډی کرکټ اسټېډیم كښې د روان سيريز دويم مېچ كښی د فيلډ امپائر په حېث خپل خذمات ترسره كړل۔ د اتوار په ورځ شوے دا مېچ د عليم ډار 210مه مېچ وو۔ په دې هغه د سوئيلي افريقې امپائر روډی کرټزن د 209 مېچونو سپروائز كولو نړيوال ريكارډ مات كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې عليم ډار دا مهال تر ټولو د زيات 132 ټېسټ مېچونو امپائرنګ كولو اعزاز هم لري۔ په ټي ټونټي مېچونو كښې عليم ډار 46 مېچونو سره په دويم لمبر دے۔ په اولني لمبر 49 ټي ټونټي مېچونو سره د پاكستان احسن رضا دے۔ په مجموعي توګه عليم ډار په 387 نړيوالو مېچونو كښې امپائرنګ كړے دے كوم چې نړۍ كښې د كوم هم كركټ امپائر سپروائز كړې مېچونو نه زيات دي