د تركيه ازمير ښار كښې د سختې زلزلې په نتيجه كښې ودانۍ رانسكورې شوې۔ د مړو شمېره 26 ته ورسېده

استنبول۔31 اکتوبر(اے پی پی) د تركيه ازمير ښار كښ د زلزلې د لاسه يو شمېر ودانۍ راپرېوتې دي۔ د ملبې د لاندې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 26 ته ورسېده او 800 كسان ټپيان شوي دي۔ د ترك ابلاغ ذريعو له مخې د زلزلې د لاسه ازمير ښار زيات ځپلے شوے دے۔ د زلزلې نه ورسته د سمندر سطح پورته شوه چې ورسره اوبه سفر حصار ته ننوتلے۔ د سېلابي صورتحال د لاسه يو شمېره مهيان نيوونكي هم بې دركه شوي دي۔ د زلزلې جړقونه یونان، قبرص، لیبیا، بلغاریه او البانيه په شمول د منطقې نورو هېوادونو كښې هم محسوس كړې شول۔ تركيه كښی زلزله ځپليو سيمو كښې تر دې دمه 21 آفټر شاكس راغلې دي۔ ترک صدر طيب اردوان وئيلي چې د زلزله ځپليو مرستې له به ټول وسائل كارولې شي۔