افغانستان كښې د تشدد پېښو كښې د 9 مياشتو په مهال 2000 وګړي مړه شوي ۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔28 اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو وېنا ده د روان كال په اولنو 9 مياشتو كښې د مړو شوو او ژوبل شوو عام, وګړو شمېره د تېر كال اولنو 9 مياشتو په مقابل كښې 30 فيصده كمه ده۔ بياهم د بېن الافغان مذاكراتو خبرې پېل كېدو نه وروستو تشدد كښې كوم كمے نه دے رامخې ته شوے۔ د ملګرو ملتونو افغانستان لپاره همكار مشن كښې د تشدد په زياتېدونكو پېښو اندېښنه څرګنده شوې ۔ رپورټ كښې د افغانستان په ټولو فريقېنو يو وارې بيا زور راوړے شوے چې دوي جنګ ختمولو له كار وكړي۔ د رپورټ له مخې د كال 2020 په اولنو 9 مياشتو كښې افغانستان كښی د تشدد بېلو پېښو كښې 2117 افغان وګړي مړه شوي او 3822 ژوبل شوي۔ د رپورټ له مخې دا شمېره د كال 2012 نه وروستو د روان كال دا شمېره تر ټولو كمه ده۔ رپورټ كښې وئيلي شوي د روان كال اولنو 9 مياشتو په مهال مړو او ژوبل شوو كښې 31 فیصده ماشومان او 13 فيصده مېرمنې شاملې دي۔ د ملګرو ملتونو رپورټ كښې حكومت مخالف عناصر د زياتو وګړو د وژلے كېدو او ژوبل كېدو ذمه وار ګرځولې شوي۔ د طالبانو د لاسه د مړو او ژوبل شوو كسانو شمېره 6 چنده زياته شوې۔ د رپورټ له مخې د 23 فيصده وګړو د وژلے كېدو يا ژوبل كېدو ذمه وار افغان امنيتي ځواكونه دي۔ بلخوا د ملګرو ملتونو په رپورټ د افغان حكومت لخوا كوم غبرګون نه دے رامخے ته شوے۔ د طالبانو وياند د ملګرو ملتونو په رپورټ خپل غبرګون ښكاره كولو كښې وئيلي دا رپورټ زمونږ د مخالفې ډلې د وركړے شوو معلوماتو په بنياد جوړ كړے شوے