د امريکې انتخابات زمونږ په وړاندې هېڅ حېثيت نه لري۔ روحاني

تهران 22 اکتوبر (اے پي پي) د ايران صدر ډاکټر حسن روحاني وئيلي دي د امريكې په انتخابات كښې د هر يو صدر منتخب كېدل مونږ لپاره اهميت نه لري۔ د ايران د خپرونو ادارو له مخې تهران كښې د كابينې غونډې نه پس ميديا سره په خبرو كښې ده ووئيل په متحده امريكا كښې په صدارتي ټاكنو كښې د كوم ګوند كانديد به كاميابېږي ٬ زمونږ لپاره هېڅ اهميت نه لري٬ په امريكا كښې چې كوم كس مشر جوړ شي د ايران په وړاندې به سر ټيټوي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې مونږ د وسلې په اخستلو يا خرڅولو كښې خپلواكه يو، د امريکې انتظاميې لخوا د كلونو راهسې د ايران اولس د خپلو حقونو نه په محرومه ساتلو روحاني ووئيل مونږ به څومره وسله اخلو دا اهميت نه لري ٬ اصل مسئله د خپلو حقونو ترلاسه كولو ده۔ سختو حالاتو سره مخ اولس له په نړيواله كچه زمونږ د اهميت نه هم خبرېدل پكار دي۔د اروپائي ائتلاف هېوادونو د اړخه د ايران د مرستې په اړه حسن روحاني ووئيل امريكا دا مهال نتها پاتې شوے٬ څوك ئې هم اوس دفاع نشي كولې۔