نېشنل ټي 20 ټورنمنټ كښې نن دوه مېچونه كېږي

پېنډۍ۔12اکتوبر (اے پی پی) پپنډی کرکټ مېدان كښې روان نېشنل ټي 20 ټورنمنټ كښې نن د نهې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ د مېګا ايونټ په 23 م مېچ كښی به د خېبر پختونخوا او سندھ لوبډلو ترمينځه سيالي كېږي۔ مېچ به ماسپيخين درې بجې پېل كېږي۔ د خېبر پختونخوا كركټ لوبډلې مشري به محمد رضوان او د سندھ لوبډلې مشري به سرفراز احمد كوي۔ هم په دې ورځ دويم …

پېنډۍ۔12اکتوبر (اے پی پی) پپنډی کرکټ مېدان كښې روان نېشنل ټي 20 ټورنمنټ كښې نن د نهې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ د مېګا ايونټ په 23 م مېچ كښی به د خېبر پختونخوا او سندھ لوبډلو ترمينځه سيالي كېږي۔ مېچ به ماسپيخين درې بجې پېل كېږي۔ د خېبر پختونخوا كركټ لوبډلې مشري به محمد رضوان او د سندھ لوبډلې مشري به سرفراز احمد كوي۔ هم په دې ورځ دويم مېچ به د سدرن پنجاب او سېنټرل پنجاب لوبډلو ترمينځه د شپې 7 نيمې بجې پېل كېږي۔ د سدرن پنجاب مشري به شان مسعود او د سېنټرل پنجاب مشري به بابر اعظم كوي۔ ټورنامنټ كښې به سبا د شورؤ په ورځ اولنے مېچ د ناردرن او سندھ او دويم د خېبر پختونخوا او سېنټرل پنجاب ترمينځھ كېږي۔