خېبر ضلع كښې د اكتوبر 13 مې نېټې نه خېبر پيس ګېمز پېل كېږي

پېښور ۔11اکتوبر (اے پی پی) خېبر ضلع كښې د اكتوبر 13 مې نېټې نه خېبر پيس ګېمز پېل كېږي۔ په بېلو لوبو كښې به 2 زره لوبغاړي برخه اخلي۔ قبائلي ضلعو كښې به يو وارې بيا د لوبو مېدانونه آباد شي۔ خېبر ضلع كښې د لوبو محكمې لخوا د فاټا انضمام او امن په ځائې كېدو نه وروستو د خېبر ضلعې درې واړو تحصيلونو كښې يوه تاريخي سپورټس مېله كولې …

پېښور ۔11اکتوبر (اے پی پی) خېبر ضلع كښې د اكتوبر 13 مې نېټې نه خېبر پيس ګېمز پېل كېږي۔ په بېلو لوبو كښې به 2 زره لوبغاړي برخه اخلي۔ قبائلي ضلعو كښې به يو وارې بيا د لوبو مېدانونه آباد شي۔ خېبر ضلع كښې د لوبو محكمې لخوا د فاټا انضمام او امن په ځائې كېدو نه وروستو د خېبر ضلعې درې واړو تحصيلونو كښې يوه تاريخي سپورټس مېله كولې شي كومه به چې په باقاعده توګه د روانې مياشتې 13 مې نېټې نه پېل شي۔ مېله كښې د فټ بال ٬ كركټ او هاكۍ په شمول 14 لوبو كښې 2 زره لوبغاړي برخه اخلي۔ دې مقابلو نه به د زرګونو په شمېر وګړي خوند پورته كړي۔ په دې اړه د قبائلي ضلعو سپورټس ډائرېكټر محمد نواز ووئيل چې د لوبو مېدانونو آبادېدل د امن په ځائې كېدو علامت او د صحتمندې ټولنې وجود دے۔ د لوبو مېلو د لارې د قبائلي ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته كول دي۔ سپورټس مېله د ضلعي سپورټس منېجر زاهد ګل ملاګوري په نګرانۍ كښې كولې شي كومه به چې تر دوه اونيو دوام لري