حکومت د اپوزیشن غونډو څخه هیڅ ویره نلري۔ مخدوم شاه محمود قرېشي

ملتان ۔10 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د تحريك انصاف حكومت د مك مكا په سياست باور نه لري۔ په اېف اے ټي اېف د قانون سازۍ حوالې سره اپوزيشن سره په 34 نكاتو ناسته شوې۔ د هغوي خيال وو چې اېف اے ټي اېف ډھال جوړولو سره ګټې ترلاسه كولې شؤ۔ په مايوسه كېدو اپوزيشن اتحاد جوړ كړو۔ چې مقصد ئې د احتساب د عمل مخه نيول دي۔ حكومت اے پي سي نه ويره نه لري۔ د اپوزيشن جلسو نه هېڅ خطر نه محسوسوي۔ اپوزيشن چې څه هم كولے شي كوي دے حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ د پي ډي اېم مشران بايد دې ته وګوري چې د كورونا مخ په زياتېدونكې اندېښنې نظر كښې نيولو سره ددې غونډو او اجتماعاتو اولس ته څومره زيان رسېدې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ اېن اے 156 كښې د سړکونو تعمير او بيا رغونې بېلو منصوبو پرانسته كوله۔ ده ووئيل مونږ د ادارو په كاركردګۍ او په پاك پوځ وياړ لرؤ۔ مونږ اپوزیشن ته ووئيل چې د ګلګت بلتستان سپېځلې ټاكنو له وړاندېزونه راكړي ولې هغوي انكار وكړو۔ ده ووئيل مونږ په نړۍ د كشمير مظلوم اولس د خپلواكۍ حق منلے دے۔ ده ووئيل د ګرانۍ ذمه وار پخواني حكومتونه دي۔ نن خلق ګرانۍ سره مخ دي ددې ذمه وار څوك دي۔ ده ووئيل اولس ته د ريليف وركولو هڅې كوؤ۔ مافياز بايد په اولس رحم وكړي۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن حوالې سره امريكا د پاكستان د كردار اعتراف كوي۔ ده ووئيل آذربائیجان كښې امن په ځائې كولو له دې ملګري ملتونه خپل كردار ترسره كړي