اولس ته د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه باور دے۔ هغه پاكستان د قائداعظم حقيقي پاكستان كښې د بدلولو صلاحيت لري۔ فېصل جاوېد

اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي چې اولس د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه باور لري۔ هغه ته پاكستان د قائداعظم حقيقي پاكستان كښې د بدلولو صلاحيت ترلاسه دے۔ په پي ټي وي نيوز نشر شوي يو وېډيو پېغام كښې ده ووئيل بدعنوانه مافيا هم د عمران خان كاميابو نه ښه خبر ده۔ ده ووئيل هېواد كښې كرپټ عناصرو د خپلو ګټو په …

اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي چې اولس د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه باور لري۔ هغه ته پاكستان د قائداعظم حقيقي پاكستان كښې د بدلولو صلاحيت ترلاسه دے۔ په پي ټي وي نيوز نشر شوي يو وېډيو پېغام كښې ده ووئيل بدعنوانه مافيا هم د عمران خان كاميابو نه ښه خبر ده۔ ده ووئيل هېواد كښې كرپټ عناصرو د خپلو ګټو په خاطر قامي ګټې په داؤ لګولې دي۔ د مخالفې ډلې ګوندونه اولسي ملاتړ نه لري۔ ده ووئيل وزيراعظم به خپله موده ترسره كوي۔ ده اولس ته باور وركړو چې حكومت به ډېر زر د تېرو حكومتونو د ناقصه پالسيو په سوب په رامخې ته شوي افراط زر قابو ومومي۔ سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل چې د مخالفې ډلې كرپټ لارښودو ته به اېن آر او چرته هم ورنكړې شي۔