د قومي ټي 20 كپ پېنډۍ كښې نورې سيالۍ سبا پېل كېږي

اسلام آباد۔ 07 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې د روان ټي 20 كپ (فرسټ كلاس) روالپنډي كركټ لوبغالي كښې نورې سيالۍ سبا د جمعې په ورځ د روانې مياشتې 9 مې نېټې نه پېل كېږي او دا به د روانې مياشتې تر 18 مې نېټې دوام لري۔ سبا د جمعې په ورځ د اكتوبر په 9 مه نېټه به دوه مېچونه كېږي۔ په اولني مېچ كښې …

اسلام آباد۔ 07 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې د روان ټي 20 كپ (فرسټ كلاس) روالپنډي كركټ لوبغالي كښې نورې سيالۍ سبا د جمعې په ورځ د روانې مياشتې 9 مې نېټې نه پېل كېږي او دا به د روانې مياشتې تر 18 مې نېټې دوام لري۔ سبا د جمعې په ورځ د اكتوبر په 9 مه نېټه به دوه مېچونه كېږي۔ په اولني مېچ كښې به د نادرن مقابله سنټرل پنجاب او دويم مېچ كښې د سندھ مقابله سدرن پنجاب سره وي۔ ايونټ كښې 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې ناردرن، خېبر پختونخوا، سنټرل پنجاب، سدرن پنجاب، بلوچستان او سندھ شامل دي۔د ټورنامنت سيمي فائنل به په 17 اكتوبر او فائنل په 18 اكتوبر پنډي لوبغالي كښې كولې شي۔