د قامي ټي 20 کپ دوه نور مېچونه (نن) كېږي

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي)د پاکستان کرکټ بورډ تر سېوري لاندې جاري د قامي ټي 20 کپ دوه نور مېچونه به (نن) د جمعې په ورځ د ملتان په لوبغالي كښې كېږي په لومړي مېچ كښې به د خېبر پښتونخوا بلوچستان سره مقابله وي او په دوېم مېچ كښې به سنټرل پنجاب او د سندھ لوبډلو ترمېنځه لوبه كېږي٬ د ون يونټ مېچونه به د 30 ستمبر نه …

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي)د پاکستان کرکټ بورډ تر سېوري لاندې جاري د قامي ټي 20 کپ دوه نور مېچونه به (نن) د جمعې په ورځ د ملتان په لوبغالي كښې كېږي په لومړي مېچ كښې به د خېبر پښتونخوا بلوچستان سره مقابله وي او په دوېم مېچ كښې به سنټرل پنجاب او د سندھ لوبډلو ترمېنځه لوبه كېږي٬ د ون يونټ مېچونه به د 30 ستمبر نه تر 6م اكتوبر په ملتان لوبغالي كښې كېږي او د 9 نه تر 18 اكتوبر به په پېنډۍ كښې كېږي، په ون يونټ كښې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پكښې ناردرن ايريا ، خېبر پښتونخوا، سنټرل پنجاب، سدرن پنجاب، بلوچستان او د سندھ لوبډلې شاملې دي ٬ د جام سيمي فائنل به په 17 او فائنل به په 18م اكتوبر د پېنډۍ په لوبغالي كښې كېږي