لنکا پریمیر لیګ 14 نومبر نه سري لنكا كښې پېل كېږي

کولمبو ۔ 12 ستمبر (اے پی پی) سری لنکا کرکټ (اېس اېل سی) يو ريليز كښې وئيلي دي چې د فرنچائزډ ټی ټونټی لیګ، لنکا پریمیر لیګ د پرانستې ایډیشن 14 نومبر نه پېل كېږي كوم به چې تر 6 دسمبر دوام لري۔ په ابتدائي توګه لنکا پریمیر لیګ (اېل پی اېل) 28 اګست نه تر 20 ستمبر سری لنکا كښې كېدل وو ولې د کووډ ۔ 19 نړيوالې وباﺀ …

کولمبو ۔ 12 ستمبر (اے پی پی) سری لنکا کرکټ (اېس اېل سی) يو ريليز كښې وئيلي دي چې د فرنچائزډ ټی ټونټی لیګ، لنکا پریمیر لیګ د پرانستې ایډیشن 14 نومبر نه پېل كېږي كوم به چې تر 6 دسمبر دوام لري۔ په ابتدائي توګه لنکا پریمیر لیګ (اېل پی اېل) 28 اګست نه تر 20 ستمبر سری لنکا كښې كېدل وو ولې د کووډ ۔ 19 نړيوالې وباﺀ دلاسه دا ځنډولے شوے وو۔ ريليز كښې وئيلي شوي دي چې لوبغاړو او مينه والو ځائي ليګ ته هركلې وئيلے دے ولې چې دا لوبغاړو ته يو پلېټ فارم وركوي دغسې چې هغوي د نړۍ د لوړې كچې كركټرانو سره لوبه كولو سره خپل صلاحيتونه له ښه كړې شي۔