اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير پنجاب كښې رېنجرز ته د اختياراتو وركولو رسمي منظوري وركړې ده ۔ د شورؤ په ورځ د چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د اعلی كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د قامي سلامتيا صلاحكار جنرال(ر) ناصر جنجوعه، داخله سېكتر ، د پنجاب چيف سېكتر ، هوم سېكتر ، آئی جی پنجاب او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ پنجاب كښې …
داخله وزير پنجاب كښې رېنجرز ته د اختياراتو وركولو منظوري وركړه۔
اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير پنجاب كښې رېنجرز ته د اختياراتو وركولو رسمي منظوري وركړې ده ۔ د شورؤ په ورځ د چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د اعلی كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د قامي سلامتيا صلاحكار جنرال(ر) ناصر جنجوعه، داخله سېكتر ، د پنجاب چيف سېكتر ، هوم سېكتر ، آئی جی پنجاب او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ پنجاب كښې رېنجرز ته د اختياراتو وركولو وېنا د صوبې اېپكس كمېټۍ لخوا راغلې ؤه ۔ اختیارات د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ ترمخه 60 ورځو له وركولې شي۔ په دې مهال به وركړې شوو اختياراتو ترمخه رېنجرز به د ترهګرو په ضد كاروائۍ كښې د پوليس او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو مرسته كوي۔ داخله وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل حكومت د ترهه ګرۍ نوغې ويستلو له لوظي دے او په دې لړ كښې صوبو سره د هر ممكنه مرستې كولو په پالېسۍ سختۍ سره عمل كوي۔ ده ووئيل ترهګر چې چرته هم وي نيولې به شي۔ او دوي به خپل انجام ته رسولې شي۔ داخله وزير ووئيل د ترهګرو په ضد جنګ كښی مضبوطو اعصابو او قامي يووالي ته اړتيا ده۔












