د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان د پولیو ختمولو يو اوږد مزل كړے

اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د قامي صحت دوهمې وزيرې سائرہ افضل تارړ وئيلي دي چې د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان د پولیو ختمولو يو اوږد مزل كړے، د پولیو خاتمه كښې د قدر وړ کامیابۍ ترلاسه شوې دي چې نړۍ ستائلې دي۔ خپل يو بيان كښې دې اړوند افسرانو ته سپارښتنه وكړه چې د پولیو مخنيوي پروګرام په لاره كښې ولاړ خنډان لرې …

اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د قامي صحت دوهمې وزيرې سائرہ افضل تارړ وئيلي دي چې د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان د پولیو ختمولو يو اوږد مزل كړے، د پولیو خاتمه كښې د قدر وړ کامیابۍ ترلاسه شوې دي چې نړۍ ستائلې دي۔ خپل يو بيان كښې دې اړوند افسرانو ته سپارښتنه وكړه چې د پولیو مخنيوي پروګرام په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو له دې د نګرانی او د سخت احتساب نظام باوري كړي۔ د صحت وزيرې ووئيل د لوي څښتن په فضل حکومت په پېښو چیلنجونو همت، مړانې او سیاسی عزم سره مقابله كړي۔ وفاقی وزیرې د اطمینان څرګندونې سره ووئيل د پولیو کیسز كښې نه يوازې کمې رامخې ته شوې بلکې ماحولیاتی نمونه جاتو د تشخیص راپور كښې منفی رحجان هم زيات شوے۔ دوهمې وزیرې ووئيل د “پولیو ډلې تحفظ باورې كولو او تر ماشومانو رسنه كښې د پاك پوځ کردار د ستائنې وړ دے او ټول قام په دې پاك پوځ ته سلام كوي “۔ دې ووئيل راپور شوي سيمو كښې د پولیو وائرس محدود ساتلو ته پام لرنه كوو۔ سائرہ افضل تارړ ووئيل زه به په ذاتی توګه صوبو ته ځم او صوبائی قیادت سره به ملاقاتونه كولو سره دغه سيمو كښې د پېښو مسئلو حل له كردار ترسره كوم۔