وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه په فعاله ډول د كشمير مسئله پورته كړه۔ علي امين ګنډاپور

اسلام آباد ۔ 16 اگست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه په فعاله ډول د كشمير مسئله پورته كړې ده او هيله ده چې دا مسئله به هم دده ځانګړې مشرتابه كښې هواره شي۔ پاكستان د كشمير مسئلې حل له نړيوال قانونونه او اقدار فالو كولو سره د فعاله سفارتكارۍ او اقدارو د لارې …

اسلام آباد ۔ 16 اگست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه په فعاله ډول د كشمير مسئله پورته كړې ده او هيله ده چې دا مسئله به هم دده ځانګړې مشرتابه كښې هواره شي۔ پاكستان د كشمير مسئلې حل له نړيوال قانونونه او اقدار فالو كولو سره د فعاله سفارتكارۍ او اقدارو د لارې د هند ناوړه ارادې نړۍ ته په ډاګه كوي۔ كشميريان د آزادۍ تحريك كښې ځانله نه دي بلكې پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پورې ددوئي ملاتړ روان ساتي۔ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل حكومت نوې نقشه جاري كولو سره نړۍ ته دا ښكاره كړې ده چې كشمير د پاكستان برخه ده۔ كشميريانو پاكستان سره د آزادۍ ورځ ولمانځله او د هند د آزادۍ ورځ ئې د تورې ورځې په توګه ولمانځله۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په حقيقي معنو كښې د كشميريانو د سفير كېدو حق ادا كوي۔ دده د مؤثر پالېسيو په نتيجه كښې په اولني ځل د كشمير مسئله انټرنېشنلائز شوے دے۔ دا مال ټوله نړۍ كښې د بشري حقونو تنظيمونه او ځينې هېوادونه د كشميريانو په حق كښې غږ پورته كوي۔ علی امین ګنډا پور ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښی نړي ته دا وئيلې وو چې مونږ به كشمير لپاره هر يو حد ته ځو۔ كه ددوه اتومي هېوادونو ترمينځھ جنګ وشو نو په ټوله نړۍ به ددې اثرات پرېوزي۔ نړيواله ورورولي دې د نړۍ امن په ځائې ساتلو له كشميريانو ته خپل حق وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل وزيراعظم عمران خان چا سره دښمني نه لري۔ دده جنګ د كرپشن او لوټ مار په ضد دے۔ پخوانو حكومتونو قومي ادارې تباه كړې۔ د پي آئي اے په شمول ټولې ګټورې ادارې دا مهال زيان سره مخ دي۔ موجوده حكومت ددې په خپلو پښو اودرولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي