د كورونا وېروس دلاسه په موجوده حالاتو كښې لوبغاړو له به نړيوال مېډلز ترلاسه كولو له زياته خواري كول وي۔ جان شېر خان

اسلام آباد ۔ 16 اګست (اے پی پی) د سکواش پخواني نړيوال چېمپیئن جان شیر خان د حكومت لخوا د لوبو هلې ځلې بحالولو هركلي كولو سره وئيلي دي د كورونا وېروس دلاسه په موجوده حالاتو كښې لوبغاړو له به نړيوال مېډلز ترلاسه كولو له زياته خواري كول وي۔ تېره ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل هېواد كښې د لوبو د ټېلېنټ هېڅ كمې نشته ولې لوبغاړو …

اسلام آباد ۔ 16 اګست (اے پی پی) د سکواش پخواني نړيوال چېمپیئن جان شیر خان د حكومت لخوا د لوبو هلې ځلې بحالولو هركلي كولو سره وئيلي دي د كورونا وېروس دلاسه په موجوده حالاتو كښې لوبغاړو له به نړيوال مېډلز ترلاسه كولو له زياته خواري كول وي۔ تېره ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل هېواد كښې د لوبو د ټېلېنټ هېڅ كمې نشته ولې لوبغاړو ته به آسانۍ وركول وي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د لوبو سرګرمۍ په مزه مزه بحالېدل پېل شوي دي او لوبغاړو له به په اېس او پيز عمل كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نړۍ كښې كومه هم لوبه تر هغه وخت ترقي كولے نه شي تركومې چې دغه لوبې ته د حكومت مرسته ترلاسه نه وي۔ ده په سپانسر زور راوړلو سره ووئيل د كركټ په ډول نورو لوبو ته دې هم پام وګرځولے شي۔ ده زياته كړه چې حكومت له به تعليمي ادارو كښې د لوبو مقابلې كول وي۔