د اسټراليا د كركټ پخوانۍ وكټ كيپره لورنا بېل مړه شوه

کېنبرا 11 اګست (اے پي پي) د اسټراليا د كركټ پخوانۍ وكټ كيپره لورنا بېل د 96 كالو په عمر كښې مړه شوې۔ لورنا بېل د 1948 نه تر 1951 اووه ټېسټ مېچونه كړي او په ډومېسټك كركټ كښې ئې د وكټوريه نمائندګي هم كړې۔ لورنا بېل په كال 1923 كښې په هېتھورن، مېلبورن كښې زېږېدلې ٶه او د 12 كالو په عمر كښې ئې د كركټ لوبه پېل كړې وه او وكټوريه او اسټراليا سره اعلٰې اعزازات ترلاسه كولو نه وړاندې لورنا ساؤتھ هتھورن ليډيز کرکټ کلب كښې هم لوبېدلې وه