د پائيلوټس د آن لائن لائسنسونو نظام د نادرا په مرسته فول پروف كړے شو، بيا لپاره به څوك په ټګۍ دې نظام سره ځان ونه تړلے شي۔ د اېوي اېشن ډويژن پارلماني سېكرټري

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د اېوي اېشن پارلماني سېکرټري جميل احمد وئيلي دي د پائيلوټس د آن لائن لائسنسونو نظام د نادرا په مرسته فول پروف كړے شوے، بيا لپاره به څوك په ټګۍ دې نظآم سره ځان ونه تړلے شي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د محمد هاشم توتيزئۍ د پوښتنې په ځواب پارلماني سېكرټري ووئيل دالبندين د پي آئي اے بنيادي روټ نه دے۔ په دې روټ چې تر څو د چين پراجېكټ له پروازونه چېلدل نو پي آئي اے به زيان كولو چې تفصيلات ئې غونډې ته وړاندې كولو له چمتو يو۔ د ناز بلوچ د ضمني پوښتنې په ځواب پارلماني سېكرټري محمد جميل ووئيل د لائسنسونو د آن لائن امتحانونو يو نظام وي ٬ دغې نظام سره يو بل سرور د ټګۍ د لارې د تړلو هڅه شوې٬ د سول ايوي اېشن د تکنيکي نظام خامۍ مونږ نيولي دي٬ اوس مونږ بائيو مېټرك نظام لګولے او دې لپاره نور حفاظتي اقدامات هم شوي۔ ده ووئېل د تحريك انصاف حكومت په دې لړ كښې كوټلي اقدامات كړي كوم چې پخوا نه وو شوي۔