د پنجاب شډو باكسنګ فټنس چېلنج 2020م مقابلې ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د پنجاب باكسنګ اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې آن لائن پنجاب شډو باكسنګ فټنس چېلنج 2020م مقابلې ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ پېل كېږي. د پنجاب باكسنګ اېسوي اېشن چوهدري خالد محمود له مخې ايونټ لپاره چمتووالے نيولے شوے. په دې ايونټ كښې به د ټول پنجاب نه نارينه او زنانه لوبغاړې برخه اخلي. ده ووئيل دا مقابلې به د جولائي تر 20مه نېټې روانې وي او ګډون كوونكو ته به سندونه هم وركولے شي