صوابۍ 10 فروري(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي د هلو ځولو او د قربانيو په سوب بحال شوې جمهوريت ته عمران خان زيان رسوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ صوابۍ كښې اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ، د وزیراعظم سلاحكار انجینئرامیرمقام او د مسلم لیګ (ن …
د هلو ځولو او د قربانيو په سوب بحال شوې جمهوريت ته عمران خان زيان رسوي

مزید خبریں
صوابۍ 10 فروري(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي د هلو ځولو او د قربانيو په سوب بحال شوې جمهوريت ته عمران خان زيان رسوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ صوابۍ كښې اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ، د وزیراعظم سلاحكار انجینئرامیرمقام او د مسلم لیګ (ن ) صوابۍ ضلعې چارواكو هم وېنا وكړه ۔ په دې موقع ګڼ شمېر كسانو په مسلم ليګ (ن) كښې ګډون هم وكړو۔ خواجه سعد رفیق ووئيل د جمهوريت استحكام له به ټولو سياسي ګوندونو له يو موټې كېدې وي او اولس به د جمهوريت په ضد كوم سازش برخه نه جوړېږي۔ په دې موقع وفاقي وزير د خېبر پښتونخوا اولس څخه پوښتنه و كړې چې آيا په لاريونو كښې ګډا او د موسيقۍ محفلونه زمونږ رويات دي؟ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) چې كله د اقتدار واګي په لاس كښې واخستل نو هېواد كښې ترهه ګري او اړې ګړې ٶ خو د د حكومت د موثره پاليسو په سوب هېواد كښې امن راغلې او معيشت د پرمختګ په لور روان شوې۔ سعد رفیق د صوابۍ اولس ته باور وركړو چې مسلم لیګ (ن ) مشران تاسو سره دي او ستاسو مسئلې به هواروي ۔ ده په مسلم لیګ (ن) د نوې ګډون كوٶنكو ملګرو هركلے وكړو او وئ وئيل چې كه چرې مسلم ليګ (ن) ته يو بله موقع په لاس ورغله نو د هېواد تقدير به بدل كړي۔











