د جوډو لوبغاړو په ساٶتھ اېشين لوبو كښې مېډالونه ترلاسه كولو سره ثابته كړې چې په هېواد كښې د ټېلنټ كمې نشته. د جوډو فېډړېشن صدر كرنل جنېد عالم

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د پاكستان جوډو فېډرېشن صدر كرنل ﴿ر﴾ جنېد عالم وئيلي دي چې د جوډو لوبغاړو په ساٶتھ اېشين لوبو كښې مېډالونه ترلاسه كولو سره ثابته كړې چې په هېواد كښې د ټېلنټ كمې نشته. ده دا خبرې تېره ورځ د آن لائن رېفري اېنډ جوډو كوچنګ كورس پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې د پاكستان نارينه او زنانه لوبغاړې د چا نه هم كم نه دي. د پاكستان د جوډو لوبغاړو تېر كال د دسمبر د وړومبې نېټې نه تر لسمه نېټه په نيپال كښې په ساٶتھ اېشين لوبو كښې بې شمېره مېډالونه ترلاسه كړي دي، د جوډو لوبغاړو د دې نه علاوه هم په نړيواله كچه په ټورنامنټونو كښې مېډالونه ترلاسه كولو سره د هېواد او قوم نوم روښانه كړے.