اسلام آباد 01 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني په څلور ورځنۍ سركاري دوره بېلاروس ته رسېدلې دې ۔هغه به د بېلاروس د قامي اسمبلۍ سپيكر په بلنه د پاكستان د اولني پارلماني پلاوي مشري كوي۔د دورې مقصد دواړو هېوادونو ترمينځه پارلماني اړيكو ته وده وركول دي۔پلاوي كښې د سنېنټ غړي او د سېنېټ سېكرټرېټ اعلٰی چارواكي شامل دي۔د خپلې دورې په مهال به د سېنېټ …
د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني په څلور ورځنۍ دوره بېلاروس ته ورسېد
اسلام آباد 01 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني په څلور ورځنۍ سركاري دوره بېلاروس ته رسېدلې دې ۔هغه به د بېلاروس د قامي اسمبلۍ سپيكر په بلنه د پاكستان د اولني پارلماني پلاوي مشري كوي۔د دورې مقصد دواړو هېوادونو ترمينځه پارلماني اړيكو ته وده وركول دي۔پلاوي كښې د سنېنټ غړي او د سېنېټ سېكرټرېټ اعلٰی چارواكي شامل دي۔د خپلې دورې په مهال به د سېنېټ چيئرمېن د بېلاروس اولس مشر٬وزيراعظم٬د قامي اسمبلۍ سپيكر او د كونسل آف ريپبلك آف نېشنل اسمبلي چيئرمېن سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔په دې مهال به د دواړو هېوادونو د سېنېټ ترمينځه د شريكې خوښې يادښتونه هم لاس ليك كولې شي چې مقصد يې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلماني اړيكې لا مضبوطول دي









