پاکستان او هند د تېرو جنګونو څخه زده كړه كړې

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړي غلام احمد بلور وئيلي دي پاکستان او هند د تېرو جنګونو څخه زده كړه كړې ده ٬ دواړه هېوادونه جنګ نه غواړي ٬ د كشمير كشالي هواري له به دواړو هېوادونو له يوه پرېكړه كول وي۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل دواړه هېوادونه جنګ …

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړي غلام احمد بلور وئيلي دي پاکستان او هند د تېرو جنګونو څخه زده كړه كړې ده ٬ دواړه هېوادونه جنګ نه غواړي ٬ د كشمير كشالي هواري له به دواړو هېوادونو له يوه پرېكړه كول وي۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل دواړه هېوادونه جنګ نه غواړي او ځكه دواړو هېوادونو له د كشمير مسئلي هواري له ګټورې خبرې پكار دي ۔ ده ووئيل كه د دواړو اړخو مشران د پرېكړې وړ خبرو ته كينېي نو څه پرېكړه به وكړي۔ده ووئيل بايد هند زورورتيا پرېږدي۔ د يوې پوښتنې په ځواب غلام احمد بلور ووئيل د تېلو د بېعې زياتولو اغېز په اولس پريوځي ۔