اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) په كلركهار كښې په ټرافيكي پېښه كښې 2 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې دا پېښه د كلر كهار په بھټي ګجر سيمه كښې په موټروے هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو يو بس ټرك سره وجنګېدو۔ په پېښه كښې دوه كسان په ټكي مړه او 11 ژوبل شول۔ د پوليسو له …
په كلركهار كښې په ټرافيكي پېښه كښې 2 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي
اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) په كلركهار كښې په ټرافيكي پېښه كښې 2 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې دا پېښه د كلر كهار په بھټي ګجر سيمه كښې په موټروے هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو يو بس ټرك سره وجنګېدو۔ په پېښه كښې دوه كسان په ټكي مړه او 11 ژوبل شول۔ د پوليسو له مخې په مړو كسانو كښې د مسافرو د بس چلوونكې هم شامل دے۔ ژوبل شوي كسان د چكوال مركزي روغتون ته رسول شوي دي۔










