اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د نېب چيئرمېن قمر زمان چوهدري د نېب د تربيې او تحقيق ډويژن ته د مالېزيا د بدعنوانې د مخ نيوي اكېډمې په طرز په پاكستان كښې د نېب د بدعنوانې د مخ نيوي اكېډمې د جوړولو په اړه د پرمختګ نه د خبرولو هدايت كړے او وئيلي ئې دي چې نېب د خپلو افسرانو او عملې تربيې ته وړومبې ترجيح وركوي٬ په …
نېب د خپلو افسرانو او عملې تربيې ته وړومبې ترجيح وركوي٬ په پېنډې كښې جديد ډيجيټل فرانزك ليبارټري جوړولې شي۔ د نېب چيئرمېن قمر زمان چوهدري غونډې ته وېنا
اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د نېب چيئرمېن قمر زمان چوهدري د نېب د تربيې او تحقيق ډويژن ته د مالېزيا د بدعنوانې د مخ نيوي اكېډمې په طرز په پاكستان كښې د نېب د بدعنوانې د مخ نيوي اكېډمې د جوړولو په اړه د پرمختګ نه د خبرولو هدايت كړے او وئيلي ئې دي چې نېب د خپلو افسرانو او عملې تربيې ته وړومبې ترجيح وركوي٬ په پېنډې كښې جديد ډيجيټل فرانزك ليبارټري جوړولې شي۔ د خالي په ورځ د نېب په مركزي دفتر كښې د نېب چيئرمېن قمر زمان چوهدري په مشرې كښې د لوړې پاې غونډه وشوه چې پكښې د نېب د انوسټي ګېشن افسرانو او پراسيكيوټرز د تربيې٬ د كار د استعداد د اضافې او د ريفرېشر كورسونو جاج واخستل شو۔ په دې موقع په خپله وېنا كښې د نېب چيئرمېن ووئيل چې د احتساب قومي بيور د خپلې تربيتي اكېډمې جوړولو اراده لري٬ نېب د خپلو افسرانو او د عملې تربيې ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې په يو شمېر چارو كار روان دے۔ ده ووئيل چې نېب ته د بدعنوانې ختمولو بنيادي ذمه واري وركړې شوې۔










