اسلام آباد ۔ 27 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي په سباون كښې به لوئې سيالۍ د معاشي مېدان وي٬ كه جديدو علومو ته مونږ پام لرنه ونه كړې شوه نو بيا به د نړۍ مقابله ونه كړې شوو٬ د ټول هېواد تعليمي ادارو له به جديدې آسانۍ وركولې او زده كوونكو ته به جديد علوم ښودلې شي۔ ده دا خبرې خپل كور كښې 21مې پېړۍ …
په سباون كښې به لوئې سيالۍ د معاشي مېدان وي٬ كه جديدو علومو ته مونږ پام لرنه ونه كړه نو بيا به د نړۍ مقابله ونه كړې شوو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 27 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي په سباون كښې به لوئې سيالۍ د معاشي مېدان وي٬ كه جديدو علومو ته مونږ پام لرنه ونه كړې شوه نو بيا به د نړۍ مقابله ونه كړې شوو٬ د ټول هېواد تعليمي ادارو له به جديدې آسانۍ وركولې او زده كوونكو ته به جديد علوم ښودلې شي۔ ده دا خبرې خپل كور كښې 21مې پېړۍ له د پاكستان جمتوالي نيولو په سرخط د پاكستان الائنس فار مېته اېنډ سائنس په اهتمام دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ دستوره كښې وفاقي وزيران شاهد خاقان عباسي ‘سکندر حیات بوسن ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي٬ مفتاح اسماعيل سره سره پارلماني غړو د تعليم پوهانو او د غېر سركاري تنظيومونو استازو ګډون كولو۔ وزیراعظم محمد نوازشریف ووئيل د تعليم سر خط ډېر اهميت لري٬ رياضي او سائنس مونږ لپاره نااشنا اصلاحات نه دي٬ د دې علومو ژرړې ډېرې ژورې دي٬ ده ووئېل د سباون دارومدار په دې علومو دے۔ ده ووئيل مونږ په داسې منتقه كښې مېشته يو د كومې چې تهذيب او ورثه د پېړو راهسې پخوانۍ ده او د دې تهذيب په بېلا بېلو علومو پوهه لرو۔ وزيراعظم ووئيل نړۍ څخه د جهالت تيارو ختمولو لپاره نبي كريم ۖ دنيا ته راغلے ۔ وزيراعظم ووئيل د طبيعات٬ رياضۍ او حياتيات پشمول بېلا بېلو څانګو كښې ابو علي سينا ٬ البېروني ٬ جابر بن حيان غوندې سائنسمدارو د سائنسي فكر بنياد اېښې ٬ په اسلامي تهذيب او تمدن كښې د دې پوهانو كردار مركزي دے٬ ده ووئېل د نسر سید احمد خان نه راوخلې تر قائد اعظم ټولو په عملي او سياسي مېدان كښې مسلمانان بيدار كړي او نن مونږ د آزاد او خپلواكه پاكستان په غوره فضا كښې ژوند تېروو ۔ وزیراعظم ووئيل پخوانو حكومتونو تعليم ته پكار پام لرنه نه ده كړې ۔ ده ووئيل مونږ له د خپلو ماشومانو سباون لپاره لائحه جوړول دي او كه په دې لړ كښې مونږ بې غوري وكړه نو تاريخ به مونږ چرې ونه بخښي۔ وزیراعظم ووئيل نړۍ د څلورم صنعتي انقلاب لپاره چمتوالې نيسي ٬ د رياضۍ او سائنس هر خواه چرچا ده٬ نړۍ نوي نوي ايجادونه رامخې ته كوي او په راتلونكي كښې به لويه سيالي د په معاشي مېدا وي او كه زمونږ فكر سائنسي نه وي نو مونږ به د نړۍ مقابله ونه كړې شوو ٬ وزيراعظم ووئېل د پخواني او بدنيتۍ سوچ نه مونږ مخ په وړاندې نشو تللې۔ تېرو حكومتونو ځوانانو ته د ملازمت خوبونه ښودلي وو ٬ده ووئېل زمونږ د روښانه پاكستان خوب تر مېټرك تعليم يا نوكرو محدود نه دے بلكې د نوې كل تحليقي صلاحيتونو ته د ودې وركولو د لارې مخ په وړاندې تګ او د قيادت موقعې وركول دي۔ وزیراعظم ووئيل د اسلام آباد ټولو سكولونو له جديدې آسانۍ وركول باوري شوې او دا اسانۍ به د هېواد تر ګوټ ګوټ رسولو او نوې كل به د جديدو علومو څخه اشنا كوٶ۔ ده ووئيل د سياسي مصلحتونو نه پرته د رياضۍ او سائنس غوندې مضمونونو كښې د تعليم ميعار له به ټولو له په ګډه كار كول وي ٬ د ماشومانو سباٶن له به په ګډه كار كوٶ۔ ده ووئيل د كېډ وزارت او صوبائي حكومتونو ته امر شوې چې د رياضۍ او سائنس تعليم پحقله نن د وړاندې كېدونكي راپور جاج واخلي او دا سفارشات وګوري او په دغې عمل درآمد له لائحه جوړه كړي۔ دې څخه وړاندې ډاكټر صبیح انور ‘ ډاکټر کلثوم حیات ‘ مشرف زېدي ‘ جبران سېټھي او شهزاد رائے هم دستورې ته وېنا وكړه او د رياضۍ او سائنس تعليم پحقله په رامخې ته شوو راپورونو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔









