د 1978 سيل ايګريمنټ٬ 1980 كښې د ميل خرڅولو لوظ نامې پشمول د پاكستان دبئي او لندن دستاويزا سپريم كورټ ته وړاندې كړې شوي دي

اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم وياند مصدق ملك ويلي دي چې مونږ د دريو تورنو په اړه ټول كاغذات سپريم كورټ كښې جمع كړي٬ 9 مياشتو څخه د پانامه ليكس مقدمه روانه ده٬ولې د كوم هم تور ثبوت وركړې شوې نه دې٬ د وزيراعظم محمد نواز شريف٬د ده مور٬مريم نواز٬محمد صفدر٬د انكم ټېكس٬ويلت ټېكس٬د مريم نواز د زيركفالت نه كېدو كاغذات٬د ګلف سټيل سركاري اجازت نامه٬لينډ …

اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم وياند مصدق ملك ويلي دي چې مونږ د دريو تورنو په اړه ټول كاغذات سپريم كورټ كښې جمع كړي٬ 9 مياشتو څخه د پانامه ليكس مقدمه روانه ده٬ولې د كوم هم تور ثبوت وركړې شوې نه دې٬ د وزيراعظم محمد نواز شريف٬د ده مور٬مريم نواز٬محمد صفدر٬د انكم ټېكس٬ويلت ټېكس٬د مريم نواز د زيركفالت نه كېدو كاغذات٬د ګلف سټيل سركاري اجازت نامه٬لينډ يوز لوظ نامه٬د فيكټرۍ جوړولو او بشپړ كېدو عكسونه٬د 1978 سيل ايګريمنټ٬ 1980 كښې د ميل خرڅولو لوظ نامې پشمول د پاكستان دبئي او لندن دستاويزا سپريم كورټ ته وړاندې كړې شوي دي٬د سماعت په مهال زمونږ وكيلان په دې ثابتولو كښې كامياب شوي چې د عمران خان٬شېخ رشيد او سراج الحق په پيټېشن كښې چرته هم د مريم نواز نامه نشته او نه په پيټشنز كښې د مريم نواز په اړه كوم استدعا شوې٬عمران خان ته معلومه شوې چې د دري نيمو كلونو څخه په دروغو اډانه كوم كور چې هغه جوړولو هغه د ده پھ سر راپريوتونكې دې۔ده د نهې په ورځ د پي آئي ډي مېډيا سنټر كښې د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز سره په شريكه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ده ووئيل نن سماعت كښې دا خبره رامخې ته شوې چې خواست كونكو ته د نواز شريف په ضد ثبوت ترلاسه شوې نه دې او نه د مريم نواز په ضد كومه مقدمه۔عدالت د سماعت په مهال دا پوښتنه وكړه چې كه د 2013 د كاغذاتو ذكر كېږي نو د 2011 كاغذاتو خپل مينځ كښې څه تعلق دې۔د يوې پوښتنې په ځواب مصدق ملك ووئيل د پانامه ليكس په اړه چې ستره محكمه كومه هم پريكړه وكړي هغه به مونږ ته قبول وي٬د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز ووئيل د پانامه ليكس پھ اړه عدالت كښې په جمع شويو ټولو خواستونو كښې په مريم نواز كوم تور نشته۔د 31.5 ملين كومې تحفې چې خبره كېږي دې كښې د دې تحفې وركولو په طريقه خبره شوې او بل خوا د محمد صفدر ټېكس ريټرنز كښې دا رقم ښكاره كړې شوې نه دې۔ده ووئيل د 2 نومبر څخه چې د پانامه ليكس سماعت پېل شو نو عمران خان او نورو عدالت نه بهر٬په ټي وي ټاك شوز او په هر فورم په مريم نواز ټكونه وكړل داسې محسوسېږي چې د عمران په دماغو مريم نواز حاوي شوې۔ده ووئيل عمران خان ته معلومه شوې چې د دري نيمو كلونو څخه په دروغو اډانه چې كوم كور هغه جوړولو هغه د ده پھ سر راپريوتونكې دې د دې كبله هغه محصوص مواد مېډيا ته وړاندې كوي۔ده ووئيل د عمران خان په ضد پيټېشن كښې د ځواب نه وركولو او پرله پسې د ټكونو په كولو الېكشن كميسون دا ليكلې چې عمران خان ګندا ژبه كارولو سره په آئيني ادارو فشار اچوي۔ده ووئيل عمران خان په 90 ورځو كښې كے پي كے كښې د بدلون خبره كړې وه ولې تر دې دمه په عملي توګه هېڅ شوي نه دي۔ده ووئيل عمران خان خو د غېر ملكي فنډنګ په اړه په پيټېشن كښې هم 6 وارې په مني ټريل پېش كولو كښې ناكامه شوې

مزید خبریں