پاكستان سټاك ايكسچېنج د نړۍ پنځم ماركيټ جوړ شوې٬پي اېس اېكس د 50 زره حد څخه تير شوې

اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې پاكستان سټاك ايكسچېنج د غوره كاركردګۍ په بنياد د نړۍ پنځم ماركيټ جوړ شوې٬پي اېس اېكس د 50 زره حد څخه تير شوې٬دا يو تاريخي ورځ ده٬معيشت مخ په وړاندې روان دې٬د وزيراعظم د وژن ترمخه د اقتصادي پرمختګ سفر روان دې۔د نهې پھ ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل …

اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې پاكستان سټاك ايكسچېنج د غوره كاركردګۍ په بنياد د نړۍ پنځم ماركيټ جوړ شوې٬پي اېس اېكس د 50 زره حد څخه تير شوې٬دا يو تاريخي ورځ ده٬معيشت مخ په وړاندې روان دې٬د وزيراعظم د وژن ترمخه د اقتصادي پرمختګ سفر روان دې۔د نهې پھ ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پخوا د نړۍ نزدې ټولو ادارو پاكستان سره خپل كاروبار بند كړې وو ولې اوس د حكومت د غوره اقتصادي پالېسو په نتيجه كښې د پاكستان اقتصادي ريټنګ كښې ښكاره زياتوالې شوې چې ورسره د معيشت په بېلو څانګو مثبت اثرات مرتب كېږي۔ده ووئيل د تېرو دريو كلونو په مهال د ټېكس وصولولو شرح 60 فيصد زياته شوې٬ده ووئيل د تېرو كلونو په مهال د نړيوالې اقتصادي كساد بازارۍ او د تېلو په نرخونو كښې د ښكاره كمي په سوب زمونږ برآمدات ځپلې شوي٬د دې كبله وزيراعظم قامي برآمداتو ته وده وركولو له د 180 ارب روپو پېكج اعلان كړې دغسې چې د نړيوال ماركيټ مقابله وكړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم كركيلې له هم پېكج وركړې او بجټ كښې په سره سبسډي وركولو له چې كوم رقم بېل كړې شوې وو هغه مصرف شوې ولې بيا هم وزيراعظم د سبسډي جاري ساتلو پرېكړه كړې دغسې چې كروندګرو ته د ارزانې سرې وركول باوري كړې شي۔د خزانې وزير ووئيل يو كال وړاندې د كراچۍ٬لاهور او اسلام آباد سټاك ماركيټونه يو ځاې كړې شوي وو او د يو كال په موده كښې سټاك ماركيټ 50 زره پوائنټ څخه تېر شوې۔د دې څخه د سرمايه كارو د باور عكاسي كېږي

مزید خبریں