د نيوزي لېنډ او هند كركټ لوبډلو ترمينځھ اولنې ټېسټ نن كېږي

وېلنګټن 20 فروری (اے پی پی) د نيوزي لېنډ او هند كركټ لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ نن وېلنګټن كښې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې د هند كركټ لوبډلې كېويز لوبډله له د 5 ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې او وروستو كيويز لوبډلې د هند لوبډلې له د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې ماتې وركړې وه۔ د هندي لوبډلې مشري ويرات كوهلي او د كيويز لوبډلې مشري كين وليمسن كوي۔ دا خبره دې ياده وي د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز دويم او وروستې مېچ به د روانې مياشتې په 29 مه نېټھ كرائسټ چرچ كښې كېږي.