د موجوده دور چېلنجونو مقابلې له به مونږ له اجتهاد پلو تلل وي۔ بېرسټر ظفر الله خان

اسلام آباد ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم محمد نواز شريف خاص مرستيال بېرسټر ظفر الله خان وئيلي په موجوده دور كښې اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو حل له به په اجتهاد كار كول وي۔ د حقيقي اجتهاد د نشت والي په سوب مسلمان امن او سوكاله ژوند څخه محروم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خپل نوي كتاب “اے نیو نېرېټو” كتاب مخ كتنې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دا دستوره په پاکستان نېشنل کونسل آف آرټس كښې وشوه۔ دستوره كښې د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ بېرسټر ظفر اللھ په دې مهال د خپل كتاب نه ځينې اقتباسونه ولوستل كومو كښې چې ده د اسلامي نړۍ لارښودنې له يو سوچ وړاندې كړې دغسې چې اسلامي نړۍ بېداره شي او خپلې مسئلې حل كړي۔ د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز بېرسټر ظفر اللھ ته د داسې ځانګړي كتاب په تصنيف كولو مباركي وركړه او د ده د هڅې ئې ستائنه وكړه۔