ګوجره ته نزدې د شالېمار اېكسپرېس يو موټر سره ټكر كېدو پېښه د افسوس وړ ده۔ تېرو درې نيمو كلونو كښې په دې ان مېنډ لېول کراسنګ 80 تنه مړه او 118 ژوبل شوي۔ د رېلوے اېکټ 1890سېکشن 12 ترمخه په ان مېنډ لېول کراسنګ ګېټ لګول او د عملې خرڅ د اړوند صوبائي حكومتونو ذمه واري ده ۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق خبري كنفرنس

لاهور۔22 جنوری (اے پی پی ) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي ګوجره ته نزدې د شالېمار اېكسپرېس يو موټر سره ټكر كېدو پېښه د افسوس وړ ده۔ تېرو درې نيمو كلونو كښې په دې ان مېنډ لېول کراسنګ 80 تنه مړه او 118 ژوبل شوي۔ د رېلوے اېکټ 1890سېکشن 12 ترمخه په ان مېنډ لېول کراسنګ ګېټ لګول او د عملې خرڅ د اړوند صوبائي حكومتونو …

لاهور۔22 جنوری (اے پی پی ) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي ګوجره ته نزدې د شالېمار اېكسپرېس يو موټر سره ټكر كېدو پېښه د افسوس وړ ده۔ تېرو درې نيمو كلونو كښې په دې ان مېنډ لېول کراسنګ 80 تنه مړه او 118 ژوبل شوي۔ د رېلوے اېکټ 1890سېکشن 12 ترمخه په ان مېنډ لېول کراسنګ ګېټ لګول او د عملې خرڅ د اړوند صوبائي حكومتونو ذمه واري ده او په دې پخوا هېڅ كار شوے نه دے۔ هېواد كښې دا مهال 2470ان مېنډ لېول کراسنګ موجود دي مېنډ كولو له ئې 25ارب روپۍ او نورو خرڅونو له د كال په سر يو نيم ارب روپۍ پكار دي۔ صوبائي حكومتونو ته په دې لړ كښې د مرستې كولو خواست دے دغسې چې د اولس د مال او ځان حفاظت وكړے شي۔ ده د اتوار په ورځ رېلوے هېډ كوارټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د پي پي پي په دور كښې 7ان مېنډ لېول کراسنګ مېنډ كړې شوې ٬ موجوده حکومت په درې نيمو كلونو كښې پنجاب كښې 80 ان مېنډ لېول کراسنګ مېنډ كړې دې كښې 75 لپاره 61 کروړ روپۍ د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف وركړې۔ تز 5 رېلوے په خپله كړې۔ د سندھ اعلی وزير مراد علی شاہ د 10 كروړ نه زياتې روپۍ وركړي دي چې ورسره به د روان كال په مهال 17 لېول کراسنگ مېنډ شي۔ د بلوچستان او خېبر پختونخواہ حکومتونو په دې لړ كښې هېڅ رقم وركړے نه دے۔