د هند په ګوا ايالت كښې وسله والو انتهاخوښو افغان زده كوونكې سخت ژوبل كړے

نوې ډيلې 21 جنوري (اے پي پي) د هند په ګوا ايالت كښې وسله والو انتهاخوښو افغان زده كوونكې سخت ژوبل كړے. د خبر له مخې دا پېښه د دې ايالت په پايه تخت پنجي كښې د ګوا پوهنتون په كېمپس كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د انتهاخوښو يوې ډلې په افغان زده كوونكي تشدد وكړو او هغه ئې په چاړه ووهلو. د پوليسو له مخې يو شكمن كس د پېښې په ځائ نيول شوے. 24 كلن افغان زده كوونكي مطيع الله آريا په پوهنتون كښې د اېم كام زده كړې كولې. ژول شوې زده كوونكې ځائي روغتون ته درملنې لپاره رسول شوے دے