په مقبوضه كشمير كښې د هندي محاصرې په 157مه ورځ هم صورتحال بدتره و

سرينګر 08 جنوري (اے پي پي) په مقبوضه كشميړ كښې پرله پسې په 157مه ورځ هم د هند پوځي محاصره روانه وه چې له امله ئې د مقبوضه سيمې او جمو په منطقه كښې صورتحال د پخوا په شان بدتره و. د كشمير مېډيا سروس له مخې د دفعه 144 له مخې د بندېزونو، انټرنېټ او موبائل فون سروس معطلې په وجه خلق سختو ستونزو سره مخ دي. د محاصرې …

سرينګر 08 جنوري (اے پي پي) په مقبوضه كشميړ كښې پرله پسې په 157مه ورځ هم د هند پوځي محاصره روانه وه چې له امله ئې د مقبوضه سيمې او جمو په منطقه كښې صورتحال د پخوا په شان بدتره و. د كشمير مېډيا سروس له مخې د دفعه 144 له مخې د بندېزونو، انټرنېټ او موبائل فون سروس معطلې په وجه خلق سختو ستونزو سره مخ دي. د محاصرې او بندېزونو له امله خلق د خوراك، د ژوند بچ كولو داروګانو او نورو ضرورياتو سخت كمي سره مخ دي. كشميريانو د هندي اقداماتو په ضد سول نافرماني روانه ساتلې. له بلې خوا د سخت ساړه په وجه د كشميريانو ستونزې لا زياتې شوې دي

مزید خبریں