برلن 26 دسمبر(اے پي پي) د المان حكومت د امريكې د بندېزونو سره هم د نورډ اسټريم ټو ګاز پائپ لائن پروژې بشپړولو د عزم څرګندونه كړې۔ د المان د پارليمان غړي پټيرباير وئېلي دي چې د امريكې بندېزونو سره به د روسيې اروپا ګاز پائپ لائن په پروژه كښې د څو مياشتو تاخير ضرور وشي خو دا پروژه به پاې ته رسولې شي۔ ده ووئيل چې دا پروژه به …
د المان حكومت د امريكې بندېزونه رد كړل
برلن 26 دسمبر(اے پي پي) د المان حكومت د امريكې د بندېزونو سره هم د نورډ اسټريم ټو ګاز پائپ لائن پروژې بشپړولو د عزم څرګندونه كړې۔ د المان د پارليمان غړي پټيرباير وئېلي دي چې د امريكې بندېزونو سره به د روسيې اروپا ګاز پائپ لائن په پروژه كښې د څو مياشتو تاخير ضرور وشي خو دا پروژه به پاې ته رسولې شي۔ ده ووئيل چې دا پروژه به د اپرېل په 2مه نېټھ كال 2020 كښې بشپړولې شي او د دې كال په مينځ كښې به د ګاز رسنه هم پیل شي۔ د ياد شوي ګاز پائپ لائن پروژې بشپړېدو څخه به د المان لپاره د روسيې ګاز سپلائي يو په دوه شي۔ د ټرمپ انتظامې يادې شوې ګاز پائپ لائن په پروژه د كار كونكو كمپنو اثاثې منجمد او په دې ملازمينو يې د امريكې په داخلېدو بندېزونه هم لګولې










