د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د كشميريانو د خپلواكۍ حق او د هندي تسلط څخه آزادۍ له د پاكستان قرارداد منظور كړو

اقوام متحدہ ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د كشميريانو د خپلواكۍ حق او د هندي تسلط څخه آزادۍ له د دوئي هڅو ته يو وارې بيا د قانوني جواز په وركړه اډانه د پاكستان قرارداد منظور كړے دے۔ د پاكستان پشمول د 81 هېوادونو لخوا سپانسر شوي قرارداد كښې د نړۍ بېلو هېوادونو ته وئيلې شوي چې دوئي په نورو هېوادونو او سيمو قبضې …

اقوام متحدہ ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د كشميريانو د خپلواكۍ حق او د هندي تسلط څخه آزادۍ له د دوئي هڅو ته يو وارې بيا د قانوني جواز په وركړه اډانه د پاكستان قرارداد منظور كړے دے۔ د پاكستان پشمول د 81 هېوادونو لخوا سپانسر شوي قرارداد كښې د نړۍ بېلو هېوادونو ته وئيلې شوي چې دوئي په نورو هېوادونو او سيمو قبضې او دغلته پوځي لاس وهنه په سمدستي توګه ختمه كړي۔ دوئي څخه د جبر ٬ امتيازي سلوك او خلقو سره د ناروا سلوك فوري ختمولو غوښتنه شوې۔ د قرارداد د مسودې منظوري د 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ سماجي ٬ انساني او كلتوري چارو سره اړوندې درېمې كمېټۍ تېره مياشت وركړې وه۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د قرارداد منظورۍ څخه ورستو اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د كشميري اولس د غېر ملكي تسلط څخه آزادۍ له د روانو هڅو د قانوني جواز توثيق د ملګرو ملتونو په فورم د كشميري اولس مقدمې چلولو او د دوئي مسئلې رامخې ته كولو له د پاكستان د پورته كړې شوو ګامونو برخه ده۔ په دې لړ كښې د پاكستان په نورو ګامونو كښې مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو ناوړه صورتحال ، دغلته رامخې ته شوې په لويه كچه ستونزې او دې سره سره د پاكستان په ضد د هند د ممكنه جارحيت خطرې نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كول هم شامل دي۔ پاكستاني استازي د دې عزم څرګندونه وكړه چې زمونږ هېواد به دا كمپائن په بشپړه ډول جاري ساتي او په دې لړ كښې روانې هڅې به لا ګړندۍ كړي۔ ده ووئيل پاكستان دا په ډاګه كړې چې د 5 اګست او دې څخه وروستو د هند ګامونه كالعدم دي او دې سره د جمو وكشمير رياست په متنازعه حېثيت كښې هېڅ بدلون نشي راتلې ۔ ده ووئيل د قرارداد منظورۍ سره عمومي اسمبلۍ د لكھونو په شمېر بې كوره كسانو ته د پېښو ستونزو غندنه او د دوئي حفاظت او عزت سره خپلو كورونو ته تللو له د ګامونو پورته كولو عزم څرګند كړے ۔ قرارداد كښې وئيلي شوي د خلقو د خپلواكۍ حق سلب كولو سره په كومه سيمه قبضه كول د ملګرو ملتونو د چارټر ښكاره خلاف ورزي ده

مزید خبریں