کلدیپ یادیو د يو ورځني نړيوال كركټ په تاريخ كښې 2 هېټركس كوؤنكې اولنې هندي باؤلر جوړ شو

ویشاکھا پټنم ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) کلدیپ یادیو د يو ورځني نړيوال كركټ په تاريخ كښې 2 هېټركس كوؤنكې اولنې هندي باؤلر جوړ شوې دې۔ دې د وېسټ انډيز په ضد دوهم يو ورځني مېچ كښې شائی هوپ، جېسن هولډر او الزاری جوزف آؤټ كولو سره دې سنګ ميل څخه تېر شوې۔ کلدیپ په دې لړ كښې دې څخه وړاندې په كال 2017ء كښې د آسټرېليا په ضد يو ورځني مېچ كښې هېټرك كړې وو۔ د يو ورځني نړيوال كركټ په تاريخ كښې د زيات هېټركس كولو نړيوال اعزاز پخواني فاسټ باؤلر لاسته مالنګا ته ترلاسه دې چا چې درې هېټركس كړي دي۔ بلخوا پاكستاني باؤلرانو وسیم اکرم ٬ ثقلېن مشتاق، د سری لنکا چمنداواس او د نیوزی لېنډ ټرېنټ بولټ دوه دوه وارې د هېټركس كولو اعزاز ترلاسه كړې۔