سوئټزرلېنډ ، په جنيوا كښې د كډوالو وړومبې نړيوال فورم پېل شو

جنيوا 17 دسمبر (اے پي پي) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن يو اېن اېچ سي آر او د سوئټزرلېنډ حكومت په اشتراك جنېوا كښې د وړومبي نړيوال فورم پرانسته وشوه٬ چې مقصد ئې ګرده نړۍ كښې كډوالو او دوي ته د پناه وركوٶنكو هېوادونو او كميونټيز د اوږدې مودې ملاتړ لپاره جرات مندانه او د نوي ډول منصوبه بندي كول دي٬ كډوالو ته په پناه وركوٶنكو كښې د پنځه …

جنيوا 17 دسمبر (اے پي پي) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن يو اېن اېچ سي آر او د سوئټزرلېنډ حكومت په اشتراك جنېوا كښې د وړومبي نړيوال فورم پرانسته وشوه٬ چې مقصد ئې ګرده نړۍ كښې كډوالو او دوي ته د پناه وركوٶنكو هېوادونو او كميونټيز د اوږدې مودې ملاتړ لپاره جرات مندانه او د نوي ډول منصوبه بندي كول دي٬ كډوالو ته په پناه وركوٶنكو كښې د پنځه مهم هېوادونو کوسټاريکا ، اېتھوپيا ، المان، پاکستان او ترکيه ترسېوري لاندې د درې ورځني فورم په مهال د ګډون كوٶنكو د ذمه واريو وېش٬ تعليم٬ روزګار٬ د معاش ذريعو ، توان ٬ د بنيادي تنصيباتو، حل او د تحفظ صلاحيت په شپږو مهمو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه كولې شي٬ تجربې به شېئر كولې او او تجويزونه به وړاندې كولې شي۔ د فورم اېجنډې له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترش او د يو شمېر هېوادونو اعلٰی شخصيات به په فورم كښې ګډون كوي او د دې نه علاوه به د سلو نه زيات كاروباري او د فاٶنډېشن نمائندګان هم په فورم كښې كډوالو لپاره د روزګار ٬ مالي مرستې او نورو معاملو لپاره د مرستې كولو پرېكړه كوي

مزید خبریں