امريكائي سكالر په فرورې كښې د پاكستان د اېف 16 الوتكې راغورځولو د هندي فضائيه دعوٰی رد كړه

چندي ګړھ 15 دسمبر(اے پي پي) د امريكې د جارج ټاٶن پوهنتون سكالر كرسټېن فيئر په فرورې كښې د پاكستان د اېف 16 الوتكې راغورځولو د هندي فضائيه دعوٰی رد كړې. د كشمير مېډيا سروس له مخې په چندي ګړھ كښې په ملټري لټرېچر فېسټول كښې پخواني ائر چيف بي اېس دهنوئي او نورو هندي ماهرينو سره يو سيشن په په خپله وېنا كښې كرسټېن فيئر د هند ادعا لپاره وړاندې كړې شوې ملبه متنازعه كړې. ده ووئيل چې د پاكستان په اېف 16 الوتكو كښې جي اي انجڼ نشته او هندي پوهانو ادعا كړې وه چې د دې انجڼ ملبه ترلاسه كړې شوې. كرسټېن فيئر په بالاكوټ كښې د تربيې كېمپ په نښه كولو د هند ادعا هم رد كړه.