په سعودي كښې به د مېرمنو وړومبې ګالف ټورنامنټ د مارچ په مياشت كښې كېږي

رياض 14 دسمبر(اے پي پي) په سعودي كښې به د مېرمنو وړومبې ګالف ټورنامنټ راتلونكې كال د مارچ په مياشت كښې كېږي. د سعودي مېډيا له مخې په دې ټورنامنټ كښې به د ټول هېواد څخه د ګالف 108 ښځينه لوبغاړې ګډون كوي. دا ټورنامنټ به د مارچ د وړومبې نېټې نه د مارچ تر 22مه نېټه كېږي. دا ټورنامنټ به په 55 هېوادونو كښې نېغ په نېغه كتلې شي.