قطبي افغانستان ٬ د امنيتي ځواكونو بريد كښې د طالبانو ضلعي مشر په شمول 3 كسان مړه

کابل۔ 25 نومبر (اے پی پی) د افغانستان قطبي ولايت فرياب المر اولسوالۍ كښې د امنيتي ځواكونو بريد كښې د طالبانو ضلعي مشر په شمول 3 كسان مړه شوي دي۔ د افغان پوځ وياند محمد حنيف رضائي وئيلي چې امنيتي ځواك تېره ورځ د فضائي عملياتو د لارې په المر اولسوالۍ كښې د طالبانو ځالې په نښه كړې چې په نتيجه كښې ئې د طالبانو ضلعي مشر په شمول 3 …

کابل۔ 25 نومبر (اے پی پی) د افغانستان قطبي ولايت فرياب المر اولسوالۍ كښې د امنيتي ځواكونو بريد كښې د طالبانو ضلعي مشر په شمول 3 كسان مړه شوي دي۔ د افغان پوځ وياند محمد حنيف رضائي وئيلي چې امنيتي ځواك تېره ورځ د فضائي عملياتو د لارې په المر اولسوالۍ كښې د طالبانو ځالې په نښه كړې چې په نتيجه كښې ئې د طالبانو ضلعي مشر په شمول 3 ته مړه او 7 نور ژوبل شول۔ بياهم امنيتي اهلكارو د وژل شويو يا ژوبل شويو كسانو په اړه تفصيلاتو وړاندې كړې نه دي۔ ده ووئيل المر اولسوالۍ او دې سره پېوستو نورو سيمو كښې د طالبانو په ضد د امنيتي ځواكونو كارروايۍ به روانې ساتلې شي

مزید خبریں