كابل 24 نومبر (اے پي پي) د افغانستان د ټاكنو د خپلواكه كميسون وياند وئيلي دي چې تر څو د اولس مشرې د ټاكنو د رائې شمېرنې عمل نه وي ترسره شوے تر هغه وخت به د ټاكنو د ابتدائي نتيجو اعلان نه شي كولې. د افغانستان د ټاكنو د كميسون وياند عبدالعزيز ابراهيمي وئيلي دي چې په 23 ولايتونو كښې د اولس مشرې د ټاكنو د رائې شمېرنې عمل …
د افغانستان د اولس مشرې د ټاكنو نتيجې يو ځل بيا ځنډ سره مخ دي

مزید خبریں
كابل 24 نومبر (اے پي پي) د افغانستان د ټاكنو د خپلواكه كميسون وياند وئيلي دي چې تر څو د اولس مشرې د ټاكنو د رائې شمېرنې عمل نه وي ترسره شوے تر هغه وخت به د ټاكنو د ابتدائي نتيجو اعلان نه شي كولې. د افغانستان د ټاكنو د كميسون وياند عبدالعزيز ابراهيمي وئيلي دي چې په 23 ولايتونو كښې د اولس مشرې د ټاكنو د رائې شمېرنې عمل ترسره شوے او په څلورو ولايتونو كښې دا عمل لا هم روان دے خو د ځينې كانديدان و د پلويانو د اعتراض په بنا په اووه ولايتونو كښې د رائې شمېرنې عمل ودرول شوے. د يادونې وړ ده چې په افغانستان كښې د ستمبر په 28مه نېټه د اولس مشرې ټاكنې شوې وې او ابتدائي نتيجې د تكنيكي ستونزو په بنا تر اوسه درې وارې ځنډول شوې دي. د اولس مشرې په ټاكنو كښې د 20 لكو نه هم كمو خلقو برخه اخيستې وه.










