بيجنګ 23 نومبر (اے پي پي﴾ د چين اولس مشر شي جن پنګ سره د امريكې پخواني خارجه وزير هنري كسنجر ملاقات كړے. شي جن پنګ وئيلي دي چې په تېر وخت كښې پروفېسر كسنجر د چين او امريكې اړيكې معمول ته راوستلو لپاره ډېرې هڅې كړې دي او د دې مهم اثرات اوس هم په چين، امريكا او نړۍ مرتب كېږي. ده ووئيل چې په اوسني وخت كښې د …
د چين اولس مشر شي جن پنګ سره د امريكې پخواني خارجه وزير هنري كسنجر ملاقات وكړو

مزید خبریں
بيجنګ 23 نومبر (اے پي پي﴾ د چين اولس مشر شي جن پنګ سره د امريكې پخواني خارجه وزير هنري كسنجر ملاقات كړے. شي جن پنګ وئيلي دي چې په تېر وخت كښې پروفېسر كسنجر د چين او امريكې اړيكې معمول ته راوستلو لپاره ډېرې هڅې كړې دي او د دې مهم اثرات اوس هم په چين، امريكا او نړۍ مرتب كېږي. ده ووئيل چې په اوسني وخت كښې د امريكې او چين اړيكې د مهم پړاٶ نه تېرېږي. بايد دواړه هېوادونه په ستراتېژيكي چارو روابط قوي كړي. د امريكې پخواني خارجه وزير ووئيل چې ده لپاره دا د درنښت خبره ده چې ده د تېرو پنځوس كلونو په مهال د چين دوه سوه دورې كړې دي. ده ووئيل چې په دې وخت كښې د چين او امريكې اړيكې ډېرې مهمې دي. ده ووئيل چې بايد د اختلافاتو حل ولټول شي او بايد په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته جاري وساتل شي.










