په سوريه كښې پنځوس لكه ماشومان د مرستې په انتظار دي. يونيسېف

جنېوا 23 نومبر (اے پي پي﴾ په سوريه كښې پنځوس لكه ماشومان د مرستې په انتظار دي. په سوريه كښې د يونيسېف استازي فرېن اېكوېزا وئيلي دي چې په سوريه كښې د څو كلونو د كورنۍ جګړې په نتيجه كښې د سوريې د لكونو په شمېر خلق بې كوره شوي دي چې پكښې لويه شمېره د ماشومانو هم ده. په جنېوا كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې د كورنۍ جګړې په نتيجه كښې د بنيادي ضرورياتو كمې دے، ګڼ شمېر طبي او تعليمي مركزونه تباه شوي دي. ده ووئيل چې د سوريې په اتو ماشومانو كښې يو ماشوم د غذائيت كمي سره مخ دے. ده ووئيل چې په سوريه كښې 50 لكه ماشومانو د انساني همدردۍ په بنيادې مرستې ته اړتيار لري. سږ كال په سوريه كښې په نښتو كښې 647 ماشومان په حق رسېدلي دي. ده بېلا بېلو هېوادونو ته خواست وكړو چې د سوريې ماشومان دې قبول كړے شي.