د افغانستان او وېسټ انډیز ترمينځه اولنې يو ورځنې نړيوال مېچ نن كېږي

ممبئۍ۔ 05 نومبر (اے پی پی) د افغانستان او وېسټ انډیز كركټ لوبډلو ترمينځه په درې نړيوالو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز اولنې مېچ نن د شورؤ په ورځ لكھنؤ كښې كېږي۔ افغان كركټ لوبډله خپل هوم سيريز د هند په زمكه كوي۔ په دې لړ كښې د افغانستان او وېسټ انډيز ترمينځه اولنې مېچ نن د شورؤ په ورځ لكھنؤ دوهم په 9م نومبر او درېم او ورستې يو ورځنې مېچ به په 11م نومبر كولې شي۔ د ون ډے سیریز څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز د روانې نومبر مياشتې په 14 مه نېټه پېل كېږي۔ ټول مېچونه به لکھنئو كښې كولې شي