د قائداعظم كركټ ټرافي پنځم پړاؤ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

كوئټه 27 اکتوبر (اے پي پي) د قائداعظم كركټ ټرافي پنځم پړاؤ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ پېل كېږي چې پكښې به په بېلا بېلو ځايونو كښې درې مېچونه كېږي۔ د بلوچستان او د خېبر پښتونخوا لوبډلو ترمېنځه مېچ به بګټي سټېډيم كوئټه كښې كېږي۔ د مېنځني پنجاب او د سندھ لوبډلو ترمېنځه مېچ به په اقبال سټېډيم فېصل آباد كښې كېږي۔ دريم مېچ به د سدرن پنجاب او ناردن لوبډلو ترمېنځه په جناح سټېډيم سيالكوټ كښې كېږي۔ په پوائنټس ټېبل د مركزي پنجاب لوبډله 67 پوائنټس سره په وړومبي نمبر ده۔